چهارشنبه , دسمبر 2 2020
کور / خبرونه / افغانستان / دتیرې شپې د انټر کانټيننټل برید د حقاني شبکې لخوا په پاکستان کې پلان شوي وو

دتیرې شپې د انټر کانټيننټل برید د حقاني شبکې لخوا په پاکستان کې پلان شوي وو

 

کابل د کورنيو چارو وزارت اعلان وکړ چې د کابل پر کانټيننټال هوټل وسله وال بريد چې له ۱۴ساعته جګړې وروسته د بريدګرو په وژلو سره پای ته ورسېد، د حقاني شبکې له خوا چې له افغانستان څخه د باندې ګاونډی هېواد پاکستان کې  په خوندي پټنځايونو کې ژوند کوي، طرحه او پلان شوى دى.

تېره شپه شاوخوا نهه بجې د کابل ښار په مرکزي برخه کې پر انټر کانټيننټال هوټل وسله وال ډله ييز بريد وشو، برید کوونکو له امنيتي ځواکونو سره نښته پيل کړه چې نن له غرمې مخکې تر یوولس بجو یې دوام درلود.

د کورنيو چارو وزارت په خبرپاڼه کې ويلي چې پر ياد هوټل د څلورو کسانو له خوا تر بريد وروسته، د ملي پوليسو د ځانګړې قطعې ځواکونه پر وخت سيمې ته ورسېدل او چاڼيز عمليات او تلاشي يې پيل کړه او بريدګر يې ووژل.

سرچينه وايي، د ملي پوليسو د ځانګړې قطعې ځواکونه توانېدلي چې په هوټل کې د شته ۴۱ بهرنيو وګړو په ګډون ۱۶۰کسان وژغوري.

خو د کورنيو چارو وزارت دغه راز وايي چې په ياد بريد کې ۴ ملکي او يو بهرنی وګړی وژل شوي او د څلور پوليسو په ګډون ۶ کسان ټپيان شوي دي.

د سرچينې په وينا، د استخباراتي معلوماتو پر بنسټ چې ياد بريد د حقاني شبکې له خوا چې د افغانستان له خاورې بهر په خوندي پټنځايونو کې ژوند کوي، طرحه او پلان شوى دى.

د ياد بريدمسووليت وسله والو طالبانو منلى او ويلي يې دي چې بريدګر پنځه تنه وو او تېره شپه شاوخوا ۱۰ بجې يې پر کانټيننټال هوټل بريد کړی دی.

ذبيح الله مجاهد رسنيو ته په استول شوې خبرپاڼه کې ويلي چې په ياد بريد کې يې ګڼ شمېر کورنيو او بهرنيو ځواکونو او بهرنيو اتباعو ته مرګ ژوبله اړولې او تر ۱۴ ساعتونو مقاومت وروسته د ورځې په ۱۱ بجو بريد پای ته ورسېد.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

%d bloggers like this: