چهارشنبه , نوومبر 25 2020
کور / خبرونه / دروسیه دسولې په هڅوامریکاباوري نده

دروسیه دسولې په هڅوامریکاباوري نده

 

په کابل کې د امریکا سفیر د روسیې له خوا د افغان سولې په تړاو د احتمالي غونډې پر پایلو شک څرګند کړی دی. د کابل لپاره د امریکا نوي سفیر جان باس، تېره ورځ خبریالانو ته ویلي، ډاډه نه دی چې د روسیې په کوربه توب احتمالي جوړېدونکې غونډه به د سولې له بهیر سره مرسته وکړي. د روسیې د بهرنیو چارو وزارت وړمه ورځ ویلي و، ډیر ژر باید طالبان له افغان چارواکو سره د سولې خبرو ته کیني او ویې ویل هېواد یې د طالبانو او افغان حکومت ترمنځ د سولې خبرو کوربه توب ته چمتو دی. د امریکا سفیر جان باس، پخپلو خبرو کې زیاته کړې، موږ د مسکو د دغه مثبت هوډ هرکلی کوو، خو مهمه داده چې د سولې په تړاو هر نوښت باید د افغانانو له خوا وشي. روسیې داسې مهال یاده خبرپاڼه خپره کړې چې د بهرنیو چارو وزیر یې د افغانستان په اړه د ملګرو ملتونو د امنیت شورا په غونډه کې د ګډون لپاره نیویارک ته رسېدلی دی.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

%d bloggers like this: