ل
نړۍ کې د سېنما جوړولو تر ټولو لویه کمپنۍ اې اېم سي وايي، د روانې میاشتې پر ۱۸ سعودي عربستان کې خپله لومړنۍ سېنما خونه پرانیځي.
له ۳۵ کلونو راهیسې په دغه هېواد کې پر سېنما بندیز و او دا له لسګونو کلونو وروسته لومړنۍ سېنما ده چې دلته به کار پیل کړي.
د اې اېم سي ویاند راین نونان بي بي سي ته ویلي، په دې برخه کې یې د سعودي د حکومت د عامه پانګونې صندوق اړوند یوې کمپنۍ سره تړون کړی دی.
” د تړون له مخې اې اېم سي سعودي عربستان کې خپله لومړنۍ سېنما پلازمېنه ریاض کې پرانیځي. “