سه شنبه , اپریل 20 2021
تازه سر ټکي
کور / خبرونه / پاکستان / دنواز شريف لور مريم نواز، د ګوند راتلونکې مشرۍ ته هڅې کوي

دنواز شريف لور مريم نواز، د ګوند راتلونکې مشرۍ ته هڅې کوي

دا ډېره لرې خبره او ناشونې ښکاري چې واکمن ګوند مسلېم لیګ نواز ګوند د مشر نواز شریف او د ده د ورور شهباز شریف ترمنځ په دوو ډلو ووېشل شي، خو له نظرونو او سیاسي خبرو داسې ښکاري چې دا ګوند په دوو ډلو وېشل کېږي. دا خبرونه په داسې مهال دي چې د نواز شریف لور مریم نواز د ګوند راتلونکې مشرۍ ته هڅې کوي.
لاهور کې د مسلېم لیګ نواز ګوند د مشرانو نواز شریف او شهباز شریف سره د نږدې کسانو او مشرانو په نارسمي خبرو کې د دواړو لورو د کسانو ترمنځ د نظر لوی توپیر په ښکارېدو دی.یوه خوا د ناهیلۍ څپو په سر اخیستې او بله خوا کې د خورا لوړې کچې ځانباوري لیدل کېږي.
د نواز شریف نږدې کسان تر دې برید هېواد او خپل سیاسي راتلونکي ته ناهیلي دي، چې دوی د راتلونکو ټولټاکنو په کېدلو هم باور نه لري.
خو د شهباز شریف مرکز کې داسې باور دی چې نوموړی راتلونکو ټولټاکنو کې لومړی وزیر کېږي او ان له هغه وروسته د نوموړي د بهرنۍ پالیسۍ د ستراتیژۍ پر جوړولو خبرې کېږي.د شهاباز شریف په نږدې ملګرو کې د ځینې مشرانو لپاره دا ایښوونکې نه ده چې د پنجاب اعلی وزیر د مسلېم لیګ له لوري د لومړي وزارت نوماند شي، ځکه دوی وايي، که نواز شریف ناوړ کېدلی هم نه، نو د ۲۰۱۸ کال په ټاکنو کې به لومړي وزارت ته شهباز شریف نوماندېده.
خو د نواز شریف مرکز کې ناهیلي تر دې بریده ده چې دوی راتلونکې ټولټاکنې پرېږده بلکې په مارچ میاشت کې د مشرانو جرګې په ټاکنو کېدلو هم باور نه لري.د نواز شریف له اند سره نږدې لیګي غړي او مشران د خپل ځان له خوا پر جوړو شویو فرضیو دومره ولاړ دي چې وايي، ځینې ادارې له پاکستان ولسواک او سیاسي ټغر ټولول غواړي.
د دوی په باور اوسنی نظام له فرورۍ مخ ته نشي تللی، چې له هغه وروسته به مسلېم لیګ ن له سیاسی کړکېچ سره مخ شي او د دې ګوند اړوند خلکو ته به راتلونکو ټولټاکنو کې ګډون ستونزمن شي.
دوی د علامه طاهر القادري او عمران خان، د خلکو ګوند او نورو ډلو ترمنځ د یو ځای کېدلو هڅې د دې لړۍ یوه کړۍ بولي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *