چهارشنبه , نوومبر 25 2020
کور / خبرونه / قبايل / دهند هغه دريځ پياوړی شوی، چې پاکستان په ترهګرۍ کې لاس لري

دهند هغه دريځ پياوړی شوی، چې پاکستان په ترهګرۍ کې لاس لري

د انډیا ټوډې ورځپاڼه په یوه مطلب کې لیکي چې د پاکستان په اړه د ولسمشر ټرمپ له ټویټ وروسته د پاکستان د بهرنیو چارو د وزیر خواجه اصف له ټویټ کولو نه داسې برېښې چې په راتلوونکو ورځو کې به د پاکستان او امریکا ترمنځ لفظي جګړه پیل شي ځکه چې د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر په خپل ټویټ کې ویلي دي چې نړۍ به له حقیقت نه خبره کړي.

انډیا ټوډې لیکي په ورته وخت کې د هند ایالتي وزیر جیتندرا سینګ هم ویلي چې د ولسمشر ټرمپ دغې پرېکړې چې وايي پاکستان دروغ ویلي د هند هغه دریځ لا پیاوړی کړ چې وايي پاکستان په ترهګرۍ کې لاس لري.
مبصرين وايي همدا اوس د امريکې له توند چلند سره پاکستان په خپله خاوره د ۷۱ نه زياتو ډلو باندې داسې پابندۍ لګولي، چې وړاندې پرې نه وي لګول شوې. پاکستان دغه ترهګرو ډلو باندې بنديز لګولی چې خيراتونه، صدقې او چندې نه شي راټولولی، خو مبصرين وايي حقيقت دا دی، چې په دې سره پاکستان په غير شعوري ډول وښوده چې ترهګرې ډلې نه يوازې په دې خاوره کې خوندي ځايونه لري، بلکې د خيراتونو او صدقو لپاره کمپونه هم لګوي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

%d bloggers like this: