د دوبۍ د عمومي امنیت مشر د متحده عرب اماراتو له ښاریانو غوښتي چې پاکستانیان استخدام نه کړي.
ضاحي خلفان تمیم پر خپل ټوېتر لیکلي چې پاکستانیان د خلیج ټولنو له پاره لوی ګواښ دی، ځکه چې دوی زموږ هېوادونو ته مخدره توکي راوړي.
خلفان له دې هم وړاندې لاړ او له اماراتیانو یې غوښتنه وکړه چې دوی په دندو و نه ګوماري.
خلفان دا څرګندونې وروسته له هغه وکړې چې د دوبۍ پولیسو یو ګروپ پاکستانیان د مخدره توکو په قاچاق ونیول.
خلفان پر ټوېټر باندې له دوه نیم میلیونه ډېرو کسانو تعقیب کړی دی.
