دوشنبه , سپتمبر 28 2020
کور / خبرونه / افغانستان / دوسله والو طالبانو د ځانمرګو بريدونو مسوول وژل شوی

دوسله والو طالبانو د ځانمرګو بريدونو مسوول وژل شوی

د افغانستان په ختیځ هلمند ولایت کې ځایي حکومتی چارواکي وایي، د وسله والو طالبانو د ځانمرګو بریدونو مسوول د هوایي برید په ترڅ کې وژل شوي. چارواکي وایي مولوي احمد مسرور پرون ماښام د ګرشک ولسوالی په مربوطاتو کې د ۱۵ نورو وسله والو سره یوځای په هوایي برید کې ووژل شو.
د هلمند لایت مقام هم په یوه بیان کې لیکلي، چې تېر ماښام د ګرشک ولسوالۍ شورکي سیمه کې د هوايي بریدونو پر مهال د طالبانو د درې مهمو قومندانانو په ګډون ۱۶ جنګیالي وژل شوي دي.
خبرپاڼه زیاتوي، چې په وژل شویو قومندانانو کې مولوي احمد مسرور د ځانمرګو بریدونو مسُول سربیره ملا صدیق الله او مولوي سجاد شامل دي.
د ولایت مقام په وینا، ياد مخالفین هغه مهال په نښه شول، چې غوښتل يې شپږ ځانمرګي بریدګر نهرسراج ولسوالۍ ته انتقال کړي، چې د هوايي بریدونو له مخې بریدګر هم له منځه تللي دي.
د وسله والو طالبانو کومې ډلې تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

%d bloggers like this: