پنجشنبه , دسمبر 3 2020
کور / خبرونه / بين المللي / دوه افغانان په امریکا کې د قاچاق پو تور محاکمه شول

دوه افغانان په امریکا کې د قاچاق پو تور محاکمه شول

د امریکا په کالیفرنیا ایالت کې دوه افغانان له افغانستان امریکا ته د هیروینو د قاچاق په جرم په اوږد حبس محکومه شول. یوه قاچاقبر، شمس الدین دوست، د امریکا د مخدراتو ضد ادارې جاسوسانو ته ویلي چې ده په افغان حکومت او دغه راز د طالبانو په منځ کې خپل کسان لرل. دوست په ١٠ کاله بند محکوم شوی او ویل شوي چې له بند وروسته به بېرته افغانستان ته وشړل شي. دویم قاچاقبر جاوید احمدي نومیږي چې پخپل جرم یې اعتراف کړی او تېره میاشت په څه کم شپږکاله حبس محکوم شوی دی. احمدي په ٢٠١٦ کې په هماغه ورځ چې له کابل سانفرانسیسکو ته ورسید، د پولیسو لخوا توقیف شو. ویل کیږي دی به هم د بند د مودې له تیرولو وروسته بیرته افغانستان ته وشړل شي. چارواکو ویلي چې دغو دواړه افغانانو په غالیو کې مخدره توکي امریکا ته قاچاق کول.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

%d bloggers like this: