د استرالیايي رسنیو د راپورونو له مخې حکومت یو لوپوړی قاضي او نوي زیلاند پخوانی لومړی وزیر ددغو تورونو د څېړلو لپاره ګومارلي دي. په دې وروستیو کې رسنیو داسې راپورونه خپاره کړل، چې استراليايي عسکرو په افغانستان کې په خپلو عملیاتو کې ډېر وحشیانه جنګي جنایتونه ترسره کړي دي او ملکي افغانان یې په بې رحمۍ وژلي دي. دې مسئلې د استرالیا حکومت له سختو فشارونو سره مخ کړ او اوس یې ژمنه کړې چې دغه مسایل به څېړي. همدا راز د نوي زیلاند پر ځواکونو هم تور دی، چې دوی جنګي جنایتونه ترسره کړي دي او عام افغانان یې وژلي دي. ددغه هېواد یو پخوانی لومړی وزیر ددغه پېښو د څېړلو لپاره ګومارل شوی دی او تر څېړنو وروسته به معلومات له رسنیو سره شریک کړي. وروسته له دې چې د جرمونو نړیوالې محکمې د افغانستان د جګړې په اړه تحقیقات پيل کړل، نو د بهرنیو ځواکونو په اړه بې شمېره شکایتونه ثبت شول. له دې ډلې یو هم دا و چې استرالیايي ځواکونو په اروزګان کې ملکي افغانان وژل او یا یې عام ولس ځورولی و.
