په هلمند او کندهار ولایتونو کې پر ملکي وگړو دوه جلا جلا ماین چاودنې شوې چې له امله یې ۷ ملکي وگړي وژل شوي او درې نور ټپيان دي.
د هلمند ولایت مطبوعاتي دفتر په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې د گریشک ولسوالۍ په مهاجر بازار سیمه کې د وسلهوالو له لوري ځای پر ځای شوی ماین پر هغو نجونو او هلکانو چاودلی چې لوبې یې کولې.
مطبوعاتي دفتر وایي، په دغه پېښه کې دوه کوچنۍ نجونې او دوه ماشومان وژل شوي دي.
په خبرپاڼه کې همدراز زیاته شوې، چې دا ماین تازه د وسلهوالو له لوري ځای پر ځای شوی و.
د هلمند والي پر پېښه خواشیني ښودلې.
بل پلو د کندهار په ارغستان ولسوالۍ کې یو بل ماین د ملکي وگړو پر موټر چاودلی، چې درې کسان په کې وژل شوي او درې نور ټپيان دي.
دا پېښه هم تیر مازدیگر د ارغستان ولسوالۍ د بالاژیړۍ په سیمه شوې ده.
د کندهار ولایت مطبوعاتي دفتر وايي، چې په یوه ټونس موټر کې ټول اووه کسان سپاره وو، چې یو یې ماشوم او پاتې لوی سړي وو.
مطبوعاتي دفتر وایي، په دغه ماین چاودنې کې ماشوم ته کوم زیان نه دی رسیدلی.