سه شنبه , جنوري 26 2021
کور / خبرونه / افغانستان / دوه زره ټنه دال کابل ته رسېدل دي

دوه زره ټنه دال کابل ته رسېدل دي

د افغانستان لپاره د هند مرستو د دال نخودو لومړنۍ جوپه د چابهار بندر له لارې کابل ته ورسېده. دا جوپه دوه زره ټن دال په برکې نیسي چې په هېواد کې د طبیعي پېښو له زیانمن شویو کسانو سره مرسته شوې ده.

د کرهنې او مالدارۍ وزارت وايي چې د هند دا دوه زره ټن دال نخود د هېواد په شپږو ولایتونو کې زېرمه کېږي او وروسته د طبیعي پېښو زیانمن شویو کسانو ته به ووېشل شي.

د مسولینو په وینا، دا مرستې په کابل، هرات، نیمروز، کندهار، زابل او غزني ولایتونو کې زېرمه کېږي او وروسته د طبیعي پېښو زیانمن شویو کسانو ته وېشل کېږي.

دوه زره ټن دال نخود له هند څخه لېږل شوی او د چابهار بندر له لارې افغانستان ته رسېدلي دي.

په همدې حال کې د هند سفارت مرستیال وايي چې افغانستان هم کولای شي د چابهار بندر له لارې خپل کرهنیز محصولات د هند بازارونو ته ولېږي.

هند تېرکال هم څه باندې ۱۱۰ ټن غنم له افغانستان سره مرسته کړې وه او دا مرستې د چابهار بندر له لارې افغانستان ته رسېدلي

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

%d bloggers like this: