دوشنبه , مارچ 1 2021
کور / خبرونه / دير: براول سيمه کې پر پوځيانو چاودنه شوې!

دير: براول سيمه کې پر پوځيانو چاودنه شوې!

دیر: د (ټرایبل نیوز) د مالوماتو له مخې په براول کې پرته سیمه سوڼۍ کې پر پاکستاني عسکرو د ريموټ کنټرول بم چاودنه شوې.

په دغه چاودنه کې د پاکستاني پوځ پینځه عسکر مړه او ټپیان دي، چاودنه د مخکې نه د ځای پر ځای شوي ماین له امله رامنتځته شوه چې د پړه یې د تحریک طالبان ویاند په یو راستول شوي راپور کې ومنله.

یاده دې وي چې د نن ورځې دا دویم برید دی، په دواړو بریدنو کې د پاکستان پوځ شاوخوا پینځلس عسکر مړه او ټپیان شوي.

د دغو دواړو بریدنو په اړه د پاکستان (آي ایس پي آر) ادارې رسنیو ته څه ندي ویلي ـ

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *