چهارشنبه , جنوري 27 2021
کور / خبرونه / افغانستان / ديني عالمانو په برېښنايي تذکرو کې د افغان کلمې پر ليکو ټينګار وکړ

ديني عالمانو په برېښنايي تذکرو کې د افغان کلمې پر ليکو ټينګار وکړ

ديني عالمانو په برېښنايي تذکرو کې د افغان کلمې پر ليکو ټينګار وکړ او ويې ويل چې بايد له دې کلمې سره مخالفت ونه شي. د بغلان په مرکز پلخمري کې لسګونو دیني عالمانو د سیرت نبي ص په نوم جوړې شوې غونډه کې د هېواد پر بېلابېلو موضوعاتو بحث وکړ. په دې غونډه کې د ارشاد، حج او اوقافو مرستیال مولوي عبدالحکیم منیب وویل چې ديني عالمان پر حساسو موضوعاتو د نيوکو پر ځاى بايد د اصلاح لپاره کار وکړي. هغه د چا د نوم له اخيستو پرته وويل، په افغانستان کې ځینو مشرانو د قوم پالنې په نوم له سیاست تجارت جوړ کړی چې دغه کار د هېواد په ګټه نه دی. مولوي منیب وویل، ځیني کسان په الکترونکي تذکرو کې د افغان له کلمې سره هم ضد لري چې تېروتي او په ناسمه روان دي. مولوي منیب پر وسله والو طالبانو هم غږ وکړ چې د بهرنیو د پاتې کېدو لپاره دې جګړې دوام ته لمن نه وهي، سوله دې وکړي څو بهرنیو ځواکونو ته په افغانستان کې د پاتې کېدو پلمه پاتې نه شي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

%d bloggers like this: