پنجشنبه , نوومبر 26 2020
کور / خبرونه / دښخ کړل شوي مایونونو له کبله قبایل خپلو سېمو ته نشي تللي

دښخ کړل شوي مایونونو له کبله قبایل خپلو سېمو ته نشي تللي

په اورکزو اېجنسۍ کې چارواکي وايي چې د وسله والو طالبانو لخوا د ښخ کړل شویو ماینونو له امله د ماموزو کډوالو ستنول په لنډ وخت کې ممکنه نه ده.
په قبایلي سیمو کې د قدرتي ناورینونو سمبالولو ادارې مشر سراج الحق د چارشنبې پر ورځ رسنېوته وویل چې په لارو کوڅو کې د ښخ کړل شویو ماینونو په پاکولو کې به تر څلورو میاشتو وخت ولګېږي.

نوموړی وویل چې د ماینونو پاکولو نیمه عمله دا وخت په خیبر اېجنسۍ کې په کار بوخته ده نو ځکه زیات وخت به اخلي.

د اورکزو په ماموزو سیمه کې پوځ د ماینونو پاکولو عملیات د ۲۰۱۷ز کال په اکتوبر کې پیل کړي ول خو د ژمي له امله وځنډول شول.

سراج الحق وویل ښايي د ماینونو پاکولو عملیات په اپرېل کې بیا پیل شي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

%d bloggers like this: