چهارشنبه , مې 12 2021
تازه سر ټکي
کور / خبرونه / افغانستان / کونړ: د ولايتي شورا غړی او ديني عالم په ځانمرګي بريد کې ووژل شول

کونړ: د ولايتي شورا غړی او ديني عالم په ځانمرګي بريد کې ووژل شول

دکونړ د ولایتي شورا یو غړی او یو دیني عالم په یوه ځانمرګي برید کې وژل شوي.
برید نن جمعه له غرمې وروسته دوه بجې د وټه پور ولسوالۍ شنیګام سیمه کې شوی دی.

د کونړ د والي ویاند غني مصمم ازادي را‌‌‌‌‌‌ډیو ته وویل چې ځانمرګي بریدګر هغه وخت ځان ته چاودنه ورکړې چې د ولایتي شورا غړی شاولي همت یوې جنازې ته پر لاره و.

هغه وویل چې برید کې شاولي همت او یو بل دیني عالم مولوی عبد الرحمن وژل شوي او د ولایتي شورا د غړي یو ساتونکی زخمي دی.

تر اوسه د دغه برید مسؤلیت چا په غاړه نه دی اخیستی.

د سیمې یوه اوسېدونکي ازادي را‌‌‌‌‌‌‌ډیو ته وویل چې پر شاولي برید د جنازې سیمې ته نېږدې و چې پلي ځانمرګي پرې چاودنه کړې ده.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *