د اردوغان مېرمن او د ترکیې لومړۍ مېرمنې امینې اردوغان په بیت المقدس کې ورستیو بدلونو ته په اشارې ویلي، بیت المقدس د ټول بشریت ګډ میراث او زموږ لپاره ارزښتمن دی. د (یني شفق) ورځپاڼې د خبر له مخې امینې اردوغان په خپله ټوېټر پاڼه لیکلي، په یني سیمه کې د ګڼ شمېر ښځو او نارینه و را ټولېدل په بیبت المقدس کې د وروستیو پېښو پر وړاندې د حساسیت کچه څرګندوي. نوموړې ویلي، بیت المقدس د ټول بشریت ګډ میراث دی او موږ ته د ډېر ارزښت وړی دی. دې ویلي، موږ به د فلسطینیانو تر څنګ ولاړو و او دغه مسله به له نیږدې څارو.
