سه شنبه , دسمبر 1 2020
کور / خبرونه / افغانستان / د ارزګان والي د طالبانو صحرایي محکمې د دولت پر محکمو بر لاسي بولي

د ارزګان والي د طالبانو صحرایي محکمې د دولت پر محکمو بر لاسي بولي

د ارزګان والي وایي چې په صحرایي محکمو کې د خلکو ستونزې پر وخت حلیږي ا و خلک د طالبانو له پریکړو نه راضي دي. محمد شفیق اسدالله سعید دغه خبرې د چهارشنبې په ورځ په دغه ولایت کې د عدلي او قضايي ارګانونو له‌خوا په یوه جوړه شوې غونډه کې وکړې.

محمد شفیق زیاته کړه چې ځکه له صحرایي محکمو خلک راضي دي چې په خبره‌ يې په دولتي عدلي او قضايي ارګانونو کې د خلکو قضیې پر وخت نه‌څېړل کېږي او په صحرايي محکمو کې بیا د دغو ستونزو مخه نیول شوې ده.

ښاغلي سعید له عدلي او قضايي ارګانونو غوښتنه وکړه چې د خلکو قضيې پر وخت وڅېړي، څو خلک له صحرايي محکمو څخه مخ راواړوي.

د هیواد په اکثرو برخو کې د طالبانو محکمې هم شتون لري او خلک خپلې قضیې د پریکړو لپاره د دوي محکمو ته هم وړاندي کوي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

%d bloggers like this: