شنبه , اکتوبر 24 2020
کور / خبرونه / افغانستان / د ارزګان په چورې ولسوالۍ درنه نښته روانه ده

د ارزګان په چورې ولسوالۍ درنه نښته روانه ده

د ارزګان ولایت د چورې ولسوالۍ سیمه ییز چارواکي وایي، طالبانو د یادې ولسوالۍ د بازار په خوله کې پر امنیتي پوستو سخته جګړه پیل کړې چې اوس هم روانه ده. د چورې ولسوال امین الله خالقي ویلي چې ولسوالۍ مرکز ته په څو سوه مترۍ کې ځای پر ځای شويو وسله والو پر ولسوالۍ او نورو پوستو بریدونه کړي دي. نوموړي زیاته کړه چې یاد وسله وال هغه وخت ولسوالۍ ته نیژدې ځای پر ځای شول چې ملي اردو ځواکونو تېره شپه درې امنیتي پوستې له جګړې پرته وسله والو طالبانو ته پرېښودې او شاتګ یې وکړ.د ولسوال په خبره اوس طالبان د ولسوالۍ په شاوخوا دوه سوه مترۍ کې دي او پر څو پوستو یې سخته جګړه پیل کړې ده. خالقي وایي، د امنیتي ځواکونو کمی دی او باید نور سرتیري ورته ولېږل شي تر څو طالبان بیرته شاته کړي. خالقي وایي تر اوسه کوم چا ته مرګ ژوبله نه ده اوښتې.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

%d bloggers like this: