شنبه , مارچ 6 2021
کور / خبرونه / د اسامه بن لادن زوي د پلار غچ اخستلو له پاره افغانستان تللی دی

د اسامه بن لادن زوي د پلار غچ اخستلو له پاره افغانستان تللی دی

د اسامه بن لادن کورنۍ وايي د اسامه بن لادن کشر زوی افغانستان ته تللی دی او د خپل پلار غچ اخلي. د بن لادن کورنۍ له ګارډين سره په خبرو کې ویلي دي، چې د بن لادن کشر زوی حمزه ډېره موده کېږي افغانستان ته تللی دی او هلته هڅه کوي د خپل پلار غچ له امریکا واخلي. د اسامه بن لادن یوه ورور حسن بن لادن ګارډین ته ویلي، دوی ته حمزه ویلي، چې نه غواړي د پلار په څېر یې ووژل شي، بلکې غواړي د هغه انتقام واخلي. حسن وايي، که حمزه یې په مخکې ناست وای نو ارو مرو به یې ورته ویل چې خدای دې تاسې ته هدایت وکړي. نشریه وړاندې لیکي، د حسن بن لادن دا څرګندونې ښيي، چې د بن لادن کورنۍ لا هم له ترهګرو سره اړیکه لري او لا هم په دغه کورنۍ کې د ترهګرۍ جرړې نه دي ختمې شوې. القاعده شبکه لا هم فعاله ده او ددې احتمال شته چې د بن لادن کورنۍ ورسره اړیکه ولري.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *