یکشنبه , مارچ 7 2021
کور / خبرونه / بين المللي / د اسرائيل پوځ د خان يونس ښارګوټي کې يو بزګر وژلی!

د اسرائيل پوځ د خان يونس ښارګوټي کې يو بزګر وژلی!

فلسطيني چارواکي وايي، نن جمعه د اسرائيل د ټانک په ډزو يو کروندګر وژل شوى او بل تن ټپي شوى دى.

دا په داسې حال کې ده چې د اسرائيل سرحد ته څېرمه د فلسطينيانو د پلان شويو اعتراضونو په درشل کې، کړکېچ اوج ته رسېدلى دى.

د اسرائيل پوځ د وروستۍ پېښې په اړه له تبصرې ډډه وکړه او وايي چې په دې اړه جزئيات څېړي.

په غزه کې د روغتيا وزارت يوه وياند وويل، دغه بزګر په خان يونس ښارګوټي کې وژل شوى او بل تن ټپي شوى دى.

په غزې تړانګه کې فلسطينيان په پام کې لري چې د اسرائيل سرحد ته نېږدې د شپږو اوونيو لپاره اعتراضونه پيل کړي.

دوى غوښتنه لري چې هغې سرحدي سيمې ته چې اسرائيلي پوځيان په کې په لوړو احضاراتو کې دي، فلسطيني کډوالو ته دې د ستنېدو اجازه ورکړل شي.

د دغو اعتراضونو غوښتنه د فلسطين افراطي ډلې حماس کړې چې پر غزې تړانګه کنټرول لري.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *