اوپن کرنسي مارکيټ کې امريکني ډالر يو ځل بيا خپل نرخ پورته کړو، د روپۍ په مقابله کې د ډالر نرخ يو روپۍ نور لوړ شو، اوس به یو ډالر د يو سل شپاړس پاکستانۍ روپو په مقابل کې بدليږى.
د ډالر او پاکستانۍ روپۍ ترمېنځه بدلون ورځ تر بله پراخه کيږي، اوپن مارکيټ کې د ډالر نرخ نور هم لوړ شو، اوس په اوپن مارکيټ کې يو ډالر د پاکستان يو سل شپاړس روپو برابر شوی،
تيرو دوو هفتو کې دا پرله پسې دريم ځل دی چې د امريکې ډالر په نرخ کې اضافه والی کيږي
د نوې اضافې سره امريکني ډالر د پاکستان په تاريخ کې د ټولو نه په لوړه کچه باندې تبادله کوي
د اقتصادي چارو کارپوهان په دې نظر دي چې د دغه مملکت د کلدارې ارزښت د لاسه ورکول په دې معنه دی چې ګواکې پاکستان په نړیوال تجارتي بازارونو کې خپل اعتبار بایلودی دی چې د سیمې هېوادونو سربیره نړیوال هېوادونه هم د دغه هېواد سره د تجارت یا د راکړې ورکړې په معاملاتو کې ورته د کمزوري تجارت په سترګه ګوري