شنبه , مې 30 2020
کور / خبرونه / افغانستان / د اسلامي امارت ستره محکمې خپلو جنګیالو ته د نرمښت پیغام ورکړی

د اسلامي امارت ستره محکمې خپلو جنګیالو ته د نرمښت پیغام ورکړی

افغان ټکی اسيا د خبري اجانس د راپور له مخې د اسلامي امارت سترې محکمې له لوري يو خپور شوی ليک ترلاسه کړی، چې په کې يې له خپلو جنګياليو څخه عامو وګړو او هغه څوک چې په جنګ کې دخيل وي ور سره د نرم چلند او اعتدال لارښوونه کړې.
دغه ليک د اسلامي امارت قاضي القضات مولوي عبدالحکيم له لوري خپلو جنګياليو ته استول شوی او پرې ټينګار يې کړی، چې د عامو وګړو سربيره جنګ کې دخيلو کسانو پر وړاندې شرعي اصول مراعات کړي.
په دغه ليک کې ويل شوي، چې د خندق عملياتو تر اعلان وروسته په ټول هېواد کې عامو وګړو د سولې په نامه راپورته شوي او نور خلک له جګړې ستړې شوي دي.
ليک کې جنګياليو ته لارښوونه شوې، چې د جګړې پر مهال ښځو، ماشومانو، سپينږيرو او نورو عامو وګړو ژوند خونديتوب ته ځانګړې پاملرنه وکړي.
دوی دغه راز ويلي، چې په جګړه کې دخيلو کسانو سره دې هم له اعتداله کار واخيستل شي.
د اسلامي امارت محکمې دغه راز خپلو غړو ته سپارښتنه کړې، چې د خپلسرو اعدامونو، وژنو او نورو جزاء ګانو څخه ډډه وکړي او ټول مسايل دې محکمې ته د فيصلې په موخه وسپاري.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

%d bloggers like this: