دوشنبه , مارچ 1 2021
کور / خبرونه / بين المللي / د اسلامي هېوادونو کنفرانس پريکړه؛ افغانستان کې روانه جګړه له اسلامي اصولو سره په ټکر کې ده

د اسلامي هېوادونو کنفرانس پريکړه؛ افغانستان کې روانه جګړه له اسلامي اصولو سره په ټکر کې ده

د سعودي په جده ښار کې د افغان جګړې په اړه د اسلامي هېوادونو کنفرانس ګډونوالو په خپل پرېکړه لیک کې لیکلي، چې د افغانستان دولت یو اسلامي دولت دی، خلک يې مسلمانان دي، وژل یې ناروا دي. د هغې اعلامیې له مخې چې د مکې مکرمې له حرم شریف نه خپره شوې پکې راغلي، چې د مسلمان وينه تويول حرام دي او هغه څه، چې افغانستان کې روان دي او هره ورځ بيګناه انسانان پکې وژل کيږي د اسلام د اصولو او اساساتو سره په ټکر کې اعمال دي. سرچینه دغه راز کاږي، دغه کړنې د اسلامي ټولنې د يووالي او خونديتوب خلاف دي. د پرېکړه لیک له مخې، دوی په دې برخه کې له هيوادونو، سازمانونو او فکري مسلمان قشر نه غوښتنه کوي، چې په افغانستان کې د امن او سولې په برخه کې خپل مثبت رول ولوبوي، خپل ټول امکاناتو او نفوذ په کار واچوي څو دغه سپيڅلي هدف ته ورسيږي. پرېکړه لیک کې دغه راز راغلي، چې په افغانستان کې روانه جګړه غندي او له ټولو ښکيلو خواو غوښتنه کوي، چې د الله جل جلاله امر ته غاړه کيږي، جګړه دې ودروي، د خپلو ورونو تر منځ دې سوله وکړي او د فتنې دغه بل شوی اور دې مړ کړي. دا په داسې حال کې ده چې طالبانو لا وار له مخه د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي، چې که سعودي عالمان په افغانستان کې جګړه ناروا اعلان کړي نو دا به ثابته کړي، چې دوی هم د امریکا ملګري دي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *