دوشنبه , مارچ 1 2021
کور / خبرونه / تفریح / د اسیا جام سیالیو کې هندوستان هانګ کانګ ته ماتې ورکړه

د اسیا جام سیالیو کې هندوستان هانګ کانګ ته ماتې ورکړه

په اماراتو کې د ترسره کېدونکي اسيا جام سياليو په څلورمه لوبه کې هندوستان هانګ کانګ ته ماته ورکړه، خو هانګ کانګ هم په هند لوبډله او د دې لوبډلې پر مينوالو سختې شېبې تېرې کړې.
پچه هانګ کانګ وګټله او لومړی يې د توپ اچونې پرېکړه وکړه، که څه هم په لومړيو کې د هند توپوهنه ډېره پياوړې ترسره شوه، خو په وروستيو اورونو کې يې توپوهنه يو څه کمزورې وشوه او هغه هدف چې فکر يې کېده مقابل لوري ته ورنه کړای شو، هندوستان د (شيکر ډاون) د (۱۲۷) او (امبتي رايودو) د (۶۰) منډو پر مټ په (۵۰) اورونو کې د (۷) لوبغاړو په سوځېدو ټولې (۲۸۵) منډې جوړې کړې. د هانګ کانګ توپ اچوونکو له لوري (کېنچېټ شاه) درې، احسان خان (۲)، نواز او اعزاز يو-يو لوبغاړی وسوځاوه.
د هانګ کانګ توپوهنه په بې ساري ډول پيل او لومړۍ ملګرتيا يې ان تر (۱۷۴) منډو ورسېده، تر دې مهاله خو داسې برېښېده چې هانګ کانګ به وکولای شي دغې هدف ته په اسانۍ ځان ورسوي، خو تر لومړي لوبغاړي سوځېدو وروسته يې بيا ځان راجوړ نه کړای شو او وار په وار يې لوبغاړي له لاسه ورکړل. د پيل توپوهونکو نزاکت خان (۹۲) او انشومن رات بيا (۷۳) منډې وکړې، خو د دوی زحمتونه نورو توپوهونکو په سيند لاهو کړل او ويې نه کولای شول تر هدفه ځان ورسوي. هانګ کانګ په (۵۰) اورونو کې د (۸) لوبغاړو په سوځېدو ټولې (۱۵۹) منډې جوړې کړې او دا لوبه يې هندوستان ته په (۲۶) منډو وبايلله. د هندوستان توپ اچوونکو له لوري چاهل او خليل احمد درې- درې او کولديپ دوه لوبغاړي وسوځول.
هندوستان د يوې لوبې په ګټلو سره دويم پړاو ته لار پيدا کړه، خو د لومړي پړاو تر ټولو خوندوره او له احساساتو ډکه لوبه به سبا (چهارشنبه) له پاکستان سره ترسره کوي.
افغانستان به د لومړي پړاو دويمه سيالۍ د راروانې پنجشنبې پر ورځ له بنګلادېش سره ترسره کړي او تر هغې وروسته به په دويم پړاو کې له بنګلادېش، هندوستان او پاکستان سره سيالۍ ترسره کړي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *