شنبه , دسمبر 5 2020
کور / اسلاميات / د اصحاب فيل واقعه!

د اصحاب فيل واقعه!

د دې واقعه خلاصه داسې ده چې ابرهه الصباح الحبشي چې په يمن كې د نجاشي نماينده و، وليدل چې عرب كعبې شريفې ته د حج لپاره ځي، نو ده په صنعاء كې يوه لويه كليسا جوړه كړه او غوښتل يې عرب هم دكعبې په ځاى د دې كليسا حج وكړي. د ابرهه دا خبره د بني كنانه يوه سړي واوريده، نو د شپې په تياره كې كليساته ننووت او په مردارۍ يي ورته ولړله. ابرهه چې له پيښې خبرشو، ډير په غوسه شو، شپيته زره پياوړى لښكر يې د مكې په لور روان كړ ترڅو كعبه شريفه ونړوي، ورسره (9) يا (13) فيلان هم وو، پخپله په يوه لوى فيل سپور و. وخوځيدل ترڅو مغمس نومې منطقې ته ورسيدل، هلته يې لښكرې برابرې كړې، فيلان يې اّماده كړل اومكې ته د ننوتلو په تكل كې شول، خوكله چې د مزدلفې او منى سيمې ته ورسيدل، فيل يې چو شو، او د مكې په طرف ئې قدم نه اوچتاوه، بل هرطرف ته به يې چې روان كړ يوځل به په منډو شو، خو چې د كعبې په طرف به يې مخ شو په ځاى به څملاست. دوى په همدې حالت كې وو چې الله تعالى يوسيل مرغان ورباندې وګمارل، او هغوى يې په پخو شويو ګټو وويشتل، او په دې سره الله تعالى هغوى لكه ځپل شوي او خوړل شوي بوس داسې وګرزول. دې مرغانو له ابابيل او قمري سره ورته والى درلود، اوږدې مښوكې، نري وزر او پيرړې لكۍ يې درلودې، له هر مرغه سره د نخود د دانې په اندازه درى درى ګاڼي وو چې يوه به يې په مښوكه او دوى نورې به يې په منكوگلو كې نيولې وې، په هر چا به چې دا ګاڼى ولګيده اندامونه به يې پرې شول او مړ به شو، ټول پدې ګاڼو ونه لګيدل خو هغوى له ډيرې ويرې په هره خوا منډې وهلې، يو بل يې تر پښو لاندې كاول، كه كتل به دې هرې خواته او په هره چينه به د دوى مړى پراته وو. ابرهه پخپله په يوه داسې مرض ګرفتار شو چې دګوتو سرونه يې ولويدل او ترڅو چې صنعاء ته رسيده نو يو بې بڼكو چرګوړى ورنه جوړ شوى و او هملته يې سينه دوه پړكې شوه ، زړه يې ترې راووت او مردار شو.
قريش د دې لښكرو له ويرې خوړونو، غارونو او د غرو سرونو ته تللي وو، او كله چې الله تعالى هغه لښكر دړې وړې كړ نو دوى بيرته ډاډه خپلو كورونو ته راوګرزيدل). دا پيښه د زياتره تاريخ پوهانو په نظر د رسول اكرم (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) تر مبارك ميلاد پنځه پنځوس (55) ورځې مخكې د محرم په مياشت كې واقع شوې ده، چې دا نيټه د (571م) كال سره سمون خوري.
دې واقعې دنيا حيرانه كړه، د هر چا توجه يې د بيت الله شريف مقام او درجې ته راواړوله، او دا يې ورته وښودله چې يوازې همدا خونه ده چې الله تعالى ورته قدر او شرف وركړى دى، او يوازې همدا د تقديس وړ ده.

5 تبصرې

  1. buy real viagra online viagra for sale cheapest viagra online

  2. generic name for viagra canadian pharmacy viagra online pharmacy viagra

  3. viagra from india generic viagra is there a generic for viagra

  4. online pharmacy buy generic drugs from india

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

%d bloggers like this: