پنجشنبه , اپریل 22 2021
تازه سر ټکي
کور / خبرونه / پاکستان / د اطلاعاتو پخوانی وزير سنېټر پرویز رشيد وايي په پاکستان کې مطبوعات ازاد نه دي

د اطلاعاتو پخوانی وزير سنېټر پرویز رشيد وايي په پاکستان کې مطبوعات ازاد نه دي

سنېټر پرویز رشيد ويلي دي په پاکستان کې په میډیا حکومت او د حکومت ځيني ادارو وخت په وخت د ځیني خبرونو په حقله فشارساتلی دی.

د واکمنه مسلم لیگ گوند مهم مشر او د هېواد د اطلاعاتو پخواني وزير ښاغلي پرویز رشید وي او ډیوه ته په یوه مرکه کې وویل:

“یقینن د پاکستان میډیا د یو شمېر ستونزو سره مخ ده”

یوه ورځ د مخه په پاکستان کې د الیکټرانک میډیا د څارنې ادارې ، پېمرا د هیواد ټولو ټي وي چېنلو ته خبرداری ورکړی وو چې د پاکستان د پوځ او سترو عدالتونو پرضد خبرونه او پروگرامونه دې بند کړي گني د ټي وي چېنلو پرضد به سخت گامونه پورته کړې شي.

په پاکستان کې د پښتون تحفظ مومینټ په نوم پورته شوي تحریک کې تور لگول کیږي چې دپاکستان پوځ په پښتنو په ظلمونو کې ککړ دی.
د پاکستان په مطبوعاتو په ځانگړي توگه ټیلي وژن چینلونو کې د پي ټي ایم خبرونه نه ورکول کیږي.
د څېړونکو په خیال د ټي وي چېنلې د پي ټي ایم خبرونه د پوځ په فشار نه ورکوي.

ښاغلی رشید وايي باید د پي ټي ایم غوښتنې واوریدل شي او دهغويي سره چې حکومت کوم لوظونه کړي دي هغه دې وپالل شي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *