جمعه , فبروري 26 2021
کور / خبرونه / پاکستان / د افغانستان او پاکستان ددیني علماوو غونډه کېږي،خو طالبانو پاکستاني ملایان منع کړي دي

د افغانستان او پاکستان ددیني علماوو غونډه کېږي،خو طالبانو پاکستاني ملایان منع کړي دي

د افغانستان او پاکستان ددیني علماوو غونډه کېږي، خو طالبانو وار له مخه له پاکستاني ملایانو غوښتي چې په دغه غونډه کې ګډون ونه کړي. پاکستانۍ ورځپاڼې ډیلي ټایمز لیکلي افغان طالبانو یو شمیر پاکستانيو دیني ملایانو ته لیکونه استولي او له هغوی یې غوښتي چې د افغانستان او پاکستان راتلونکې ګډه غونډه کې برخه وانخلي. ورځپاڼه لیکي د طالبانو په دې لیک کې ویل شوي که امریکایان په افغانستان کې پاتې شي نو پاکستان، هند، منځنۍ اسیا او عربي هېوادونو ته به ستونزې زیاتې کړي. د دواړو هېوادونو د دیني عالمانو ګډه غونډه د افغان حکومت یوه بنسټیزه غوښتنه ده چې ویل کیږي کابل ته د پاکستان د بهرنیو چارو د وزیر شاه محمود قریشي د سفر پرمهال پرې هوکړه شوې ده او په پام کې ده چې اسلام اباد به یې کوربه وي. د غونډې دقیقه نېټه لا نه ده روښانه شوې.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *