شنبه , اکتوبر 24 2020
کور / خبرونه / افغانستان / د افغانستان او پاکستان د تجارت په اړه خبرې اترې پای ته ورسې دې

د افغانستان او پاکستان د تجارت په اړه خبرې اترې پای ته ورسې دې

د پاکستان او افغانستان ترمېنځ د تجارت په اړه دوه ورځني خبرې اترې پرون په اسلام اباد کې پای ته ورسېدل.

په خبرو اترو کې د پاکستانۍ ډلې مشري د تجارت سېکرېټري محمد یونس ډاګها او د افغانستان د ډلې مشري د تجارت مرستیالې وزیرې کمیلا صدیقي کوله.

په دې خبرو اترو کې دواړه غاړې پر دې سلا شوې دي چې د دوه اړخیز تجارت په وړاندې پراته خنډونه به په ګډه له منځه وړي.

دوي پر تازه سبزیو او میوو د ټېکس ختمولو په اړه هم خبرې اترې وکړې او ژمنه یې وکړه چې د دې لپاره به اداري چارې نورې ګړندۍ کوي.

دا په داسې حال کې ده چې د روان کال په جنوري کې د خېبرپښتونخوا د چېمبر اف کامرس اېنډ انډسټري مشر زاهدالله شېنواري ویلي وو چې د پاکستان او افغانستان په اړیکو کې د تاوتریخوالي له کبله دوه اړخیز کلنی تجارت له دوه نیم اربه ډالرو څخه یوازې ۵۰۰ میلینونه ډالرو ته را ټیټ شوی دی.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

%d bloggers like this: