سه شنبه , اپریل 20 2021
تازه سر ټکي
کور / اقتصاد / د افغانستان او پاکستان د سوداګرۍ کچه ټیټه شوې

د افغانستان او پاکستان د سوداګرۍ کچه ټیټه شوې

چارواکي وايي د تورخم له لارې د افغانستان او پاکستان سوداګري نوره هم کمه شوې ده.

د ننګرهار د سوداګرۍ خونې وياند شاکرالله ساپي وايي، چې څلور کاله وړاندې له پاکستان سره د افغانستان د سوداګرۍ اندازه ٢ ميليارده ډالره وه، خو اوس تر ۷۰۰ ميليونو ډالرو راټيټه شوې ده.

ساپي زیاته وي، په دې وروستيو کې ياده سوداګري نوره هم راټيټه شوې او ښايي تر ۵۰۰ ميليونو ډالرو رسېدلې وي.

د راپورنو له مخې د دې چارې لامل د پاکستاني پوليسو او نورو مسوولينو ناوړه چلند او د پاکستان او افغانستان د اړيکو ترینګلتیا ده.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *