پنجشنبه , جنوري 21 2021
کور / خبرونه / افغانستان / د افغانستان بانک: ژر تر ژره د ګاونډیو هېوادونو پیسې پر افغانیو بدلې کړئ

د افغانستان بانک: ژر تر ژره د ګاونډیو هېوادونو پیسې پر افغانیو بدلې کړئ

د افغانستان بانک ټولو هغو کسانو ته چې په کلدارو، تومانو او د نورو ګاونډیو هیوادونو پر پیسو راکړه ورکړه کوي، خبرداری ورکړی چې، هرڅومره ژر باید ټولې بهرنۍ پیسې پر افغانیو بدلې کړي.

د افغانستان بانک چارواکي وایي؛ ښایي امریکایی ډالر د ګاونډیو هیوادونو د پیسو پر وړاندې نور هم پورته شي چې، ښایي ځینې هغه افغانان چې د ګاونډیو هیوادونو اسعار یې ساتلي لوی تاوان وکړي.

بانک ویلي، تراوسه یې نږدې ۲۲۰ میلیارده افغانۍ مارکیټ ته وړاندې کړې چې په خبره یې ؛که هیوادوال د پردیو پيسو کارونې پر ځای افغانیو ته مخه نکړي ستر مالي زیانونه به وویني.

د افغانستان بانک د مالوماتو تر مخه ، داخلي مارکیټ کې د ګاونډیو هیوادونو میلیونه پيسې شتون لري چې اوس یې د ډالر په وړاندې ارزښت تر بل هر وخت رالویدلی دی.

باید وویل شي چې، اوس هم په ځینو لویدیځو ولایتونو کې ایراني تومان او په یو شمیر هغو ښارونو کې چې د ډیورنډ فرضي کرښې ته نږدې پراته دي په پاکستانۍ کلدارو راکړه ورکړه ترسره کیږي.

همداراز په ځینو ولایتونو کې د ترکمنستان پیسې منات هم کارول کیږي.

مرکزي بانک وایي چې دوی یوازې د افغانیو د ارزښت ساتنې مسؤلیت لري چې په وینا یې اوس هم د بهرنیو اسعارو د مخنیوي لپاره په خپلو زیرمو کې میلیاردونه افغانۍ لري.

نن د کابل په بازارونو کې یو امریکایي ډالر ۷۱.۶۰ افغانۍ او همداراز یو ډالر په ۱۲۱،۷۰ کلدارو بدلیده.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

%d bloggers like this: