پنجشنبه , جنوري 21 2021
کور / خبرونه / افغانستان / د افغانستان بانک ۲۲ امریکایي ډالره لیلاموي

د افغانستان بانک ۲۲ امریکایي ډالره لیلاموي

د افغانستان بانک نن په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې دغه ۲۲ میلیونه امریکايي ډالره د یوې ازادې او رڼې پروسې له لارې لیلاموي.

د افغانستان بانک په دې پروسه کې د ګډون کولو په موخه له صرافانو او سوداګریزو بانکونو څخه چې د شرایطو لرونکي وي، غوښتنه کوي، څو په دې داوطلبۍ کې ګډون وکړي.

د لیلام ګټونکي اړ دي، څو خپل حسابونه د ورځې تر پایه پورې تصفیه کړي.

د افغانستان بانک وايي، هغه صرافانو چې تر اوسه پورې یو میلیون او ۵۰۰ زره افغانۍ د اسعارو په لیلامونو کې د تضمین په توګه تحویل کړې نه‌دي، کولای شي له داوطلبۍ یو ورځ مخکې خپلې د تضمین پیسې تحویل کړي او په راتلونکي لیلام کې ګډون وکړي.

د افغانستان بانک دغه لیلام په داسې حال کې کوي چې د افغانیو ارزښت د ډالرو په وړاندې راټیټ شوی.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

%d bloggers like this: