یکشنبه , نوومبر 29 2020
کور / خبرونه / افغانستان / د افغانستان حکومت دوه لوړپوړی چاروکي په بند محکوم شوي دي

د افغانستان حکومت دوه لوړپوړی چاروکي په بند محکوم شوي دي

په کابل کې یوې محکمې د کورنیو چارو وزارت دوه پخواني مرستیال وزیران د خپلې دندې د ناوړه کارولو په جرم په درې کلونو او بل په یو نیم کال بند محکوم کړل. د افغانستان د اداري فساد او درنو جرمونو سره د مبارزې قضايي او عدلي مرکز ویاند عالم عتیق ویلي، چې پر دې دوو کسانو سربېره د دې دوسیې په تړاو څلور نور کسان هم محاکمه شوي دي. د عالم عتیق په خبره، مرتضی رحیمي په ۳۶ میاشتو او واسع رووفي په ۱۸ میاشتو بند محکوم شو. عتیق زیاته کړه چې د کورنیو چارو وزارت د تدارکاتو مشر نویدالله بخشي او د دغه وزارت درې نور کارکوونکي هم په ترتیب سره په ۳۶ میاشتو او ۱۸ میاشتو بند محکوم شول. محکمې دا کسان تورن کړي چې د کورنیو چارو وزات د اړتیا وړ سونتوکو په رانیولو کې یې له داسې شرکت سره تړون کړی چې په شرایطو برابر نه و.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

%d bloggers like this: