شنبه , دسمبر 5 2020
کور / خبرونه / پاکستان / د افغانستان د ختیځوولایتونو مشران وایي دافغانونو ستر دښمن پاکستان دي

د افغانستان د ختیځوولایتونو مشران وایي دافغانونو ستر دښمن پاکستان دي

د افغانانو تر ټول ستر دښمن پاکستان دي او حکومتي مشران دي له حکومت د ترهګرو ملاتړ کوونکي وباسي

د ختیځو ولایتونو د ولایتي شوراګانو رییسانو په يوې ګډه خبري ناسته کې د پورته څرګندونو سربیره دکشفي او امنيتي ځواکونوڅخه د ملاتړ د اعلانولو سربیره په پلازمینه او ولایتونو کې وروستي ترهګریزه بریدونه په کلکو ټکو وغندل

د کشفې او امنیتي ځواکونو څخه د ملاتړ او په پلازمینه او ولایتونو کې د وروستیو ترهګریزه بریدونو غندنه

په دي خبري ناسته کې د ننګرهار ، لغمان ، کونړ او نورستان ولایتونو د ولایتي شورا رییسانو د ولسونو په استازولي پورته څرګندونې وکړي او پاکستان يي د افغانستان او افغانانو تر ټولو ستر دوښمن وباله چې پرخبره يي په هیواد کې د اوسنې بحرانې وضعیت مسول پاکستان دي

احمد علي حضرت د ننګرهار د ولایتي شورا رییس په دي خبرې ناسته کې خبریالانو ته وویل (( وروستي پېښي په کلکو ټکو غندو او د خپلو کشفي او امنيتي ځواکونو څخه په کله ملاتړ کوو او دا يادو پېښو مسول پاکستان هیواد دي چې تل يي د افغان ولس سره دښمني کړي او پاکستان زموږ لوی دښمن دي او حکومت ته په کار ده چې داخلي کشمکشونه پای ته ورسوي او د امنیت د ښه والي لپاره دي کار وکړي ))

ښاغلي حضرت له حکومت غواړي چې کورنيو کشمکشونو ته دي د پای ټکي کيږدي او د امنیت د لا بهتروالي لپاره دي هڅي وکړي

حاجې محمد ساپې د کونړ د ولایتي شورا رییس بیا په خپلو خبرو کې وویل (( غوښتنه مې دا ده هر ستونزه چې په داخلې د حکومت کې شته هغه دي پای ته ورسوي ، او بله مغرض اشخاص او هغه څوک چې د يادو پېښو په رامنځته کيدو کې وظیفوي غفلت کړي دي هغه دي عدلي او قضايي ارګانونو ته وسپاري ))

ویل کیږي چې پاکستان د دي په خاطر په افغانستان کې ناامنې ته زمینه برابروي چې خپلې ګټي يي خوندې اوسي ، خو د سولې راوستلو په اړه په دغه خبري ناسته کې ضد او نقیص نظرونه ورکړل شول

رفیع الله موموزي د لغمان د ولایتي شورا رییس وویل ((د افغانستان تاریخ او عنعناتو ته په کتو سره فکر نه کوم چې په جنګ سره دي سوله راشي ، بلکي سوله راتلل زما په نظر د خبرو له لاري ممکنه ده ))

انجنیر سعیدالله د نورستان د ولایتي شورا ریس بیا وايي (( وروستیو بریدونو ته په کتو سره ویلي شم چې سوله د خبرو له لاري نه شي راتللي بلکي د جنګ په وسیله باید وسله وال مجبور شي چې سوله وکړي ))

ویل کیږي چې د کورنۍ چارو وزیر او د ملي امنیت عمومي رييس پاکستان ته تللي ترڅو د وروستیو پېښوپه اړه ځينې سناد او شواهد د پاکستانې چارواکو سره شریک کړي .

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

%d bloggers like this: