سه شنبه , جنوري 26 2021
کور / خبرونه / افغانستان / د افغانستان روانو حالاتو په اړه د روسیې څرګندونې

د افغانستان روانو حالاتو په اړه د روسیې څرګندونې

د روسیې حکومت په افغانستان کې روانه جګړه ورور وژنه بللی او د تاوتریخوالو د کمولو په موخه د اوربند موده د غځولو په اړه د افغان حکومت د پرېکړې ستاینه کړې ده.

د روسیې د بهرنیو چارو وزارت د یو بیان په نشرولو سره ویلي، موږ هیله مند یو چې د افغان حکومت دغه نوښت به د ورور وژنې د ختمولو او د سولییزو خبرو د پیل لامل شي.

دا په داسې حال کې ده چې د یکشنبې په ورځ د لسمشر محمد اشرف غني په مشرۍ د ملي امنیت شورا غونډې په ترڅ کې له وسله والو طالبانو سره د اوربند موده د لسو ورځو لپاره وغوځول شوه.

ولسمشر غني د هېواد له بېلابېلو اقشارو او دغه راز بین المللي شریکانو څخه افغان طالبانو سره د حکومت د اوربند د ملاتړ د قدرداني ترڅنګ وویل، درې ورځني اوربند دا په ډاګه کړه چې د افغانستان ملت د سولې تږی او غوښتونکی دی.

خو وسله والو طالبانو د یکشنبې په شپه د یو بیان په نشرولو سره وویل چې له حکومت سره درې ورځني اوربند پای ته رسېدلی او د یاد ډلې وسله والو به د افغان او بهرنیو ځواکونو او حکومت په وړاندې خپل بریدونو ته دوام ورکړي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

%d bloggers like this: