د تېرې شپې په لوبه کې توپان هریرود اباسین څپې لوبډلې ته څلور د صفر په وړاندې ماتې ورکړه او پایلوبې تهيې لاره پیدا کړه.
له وړاندې شاهین اسمايي لوبډلې د میوند اتلانو لوبډلې ته په ماتې ورکولو سره پایلوبې ته ځان رسولی دی.
د دواړو لوبډلو ترمنځ به پایلوبه د راتلونکې پنجشنبې په ورځ د افغانستان په وخت ماښام ۵ بجې او ۳۰ دقیقې د کابل په لوبغالي کې ترسره شي.
دا د فوټبال د غوره لیګ سیالیو اووم پړاو دی.
تېر کال شاهین اسمايي لوبډلې په پایلوبه کې میوند اتلانو لوبډلې ته په ماتې ورکولو سره د دغه سیالیو اتلولي ګټلې وه.
دا سیالۍ چې د تېرې میزان میاشتې په ۱۵مه پیل شوي دي د عقرب په درېیمه به پای ته ورسېږي.