جمعه , فبروري 26 2021
کور / خبرونه / افغانستان / د افغانستان لویه څارنوالې د سید اسحاق ګیلاني څخه د پاکستان پلوه خبرو پلټنې کوې

د افغانستان لویه څارنوالې د سید اسحاق ګیلاني څخه د پاکستان پلوه خبرو پلټنې کوې

د افغانستان لویه څارنوالي وايي، د افغانستان همبستګي نهضت ګوند مشر سید اسحق ګیلاني یې احضار کړی او د هغه پر دوسیه کار پیل شوی دی. ښاغلي ګیلاني په پاکستان کې پخپلو خبرو کې ویلي وو چې هند د افغانستان خاوره د پاکستان پر ضد کاروي.

د افغانستان د لویې څارنوالۍ ویاند جمشید رسولي بي بي سي ته وویل، ښاغلی ګیلاني نن د اپرېل په ۳مه لویې څارنوالۍ ته احضار شوی و او د هغه دوسیه د کورني او بهرني امنیت له جرمونو سره د مبارزې د څارنوالانو له خوا پرانیستل شوې ده.

نوموړي وويل، له ښاغلي ګیلاني تېره ورځ څارنوالۍ ته غوښتل شوی او نن یې لویې څارنوالۍ ته مراجعه وکړه.

ښاغلی رسولي زیاتوي، لویه څارنوالي په عادلانه، بې پرې او منصفانه ډول د ښاغلي ګیلاني د دوسیې څېړلو ته ژمنه ده چې تر ارزونو وروسته به یې جزیات په ډاګه کړي.

مخکې تر دې داسې راپورونه ور کړل شوي و چې ښاغلي ګیلاني د پاکستان په پلازمېنه اسلام اباد کې په یوه غونډه کې ویلي وو، افغان حکومت هند ته موکه برابره کړې چې د افغانستان له خاورې په پاکستان کې لاسوهنه وکړي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *