چهارشنبه , مارچ 3 2021
کور / اسلاميات / د افغانستان مالیې وزیر له دندې استفا ورکړه

د افغانستان مالیې وزیر له دندې استفا ورکړه

د افغانستان د مالیې وزیر خبري غونډې ته د وینا پر مهال استعفا وکړه.

نوموړي یوه کانفرنس ته وویل، چې د چهارشنبې په ورځ د وزیرانو شورا غونډه کې یې وروستۍ ورځ ده.

اکلیل حکیمي وویل، چې د شخصي ستونزو له امله د مالیې وزارت پرېږدي.

اکلیل حکیمي افغن ولسمشر اشرف غني ته نږدې کس بلل کېږي او د نوموړي د ډلې له خوا دغه وزارت ته ګومارل شوی و.

له دې مخکې د ښار جوړونې وزیر سید سعادت منصور نادري هم-چې د اشرف غني له ډلې و- له خپلې دندې استعفا وکړه.

د سو داګرۍ او صنایعو وزیر همایون رسا په هکله هم ویل کېږي چې اسپانیا کې د افغانستان سفیر ګومارل شوی دی.

له بلې خوا د جون په نهمه افغان ولسمشر د اوبو او برېښنا وزیر علي احمد عثماني له دندې ګوښه کړ، خو د هغې ورځې په پای کې یې اجرایه مشر مخالفت وکړ.

علي احمد عثماني چې د عبدالله عبدالله له ډلې وزارت ته غوره شوی و، د جون په لسمه د ۱۳ میلیون ډالرو تړون هم لاسلیک کړ.

خو دوه ورځې مخکې وویل شول چې نوموړی نور دفتر ته نه ځي او په ځای یې سرپرست ټاکل شوی دی.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *