د پاکستان پوځي چارواکي وایي، پاکستان په افغانستان کې سوله غواړي او په لوړ سر له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو د وتلو په تمه دی. د پاکستاني پوځ ویاند جنرال اصف غفور پرون له خبریالانو سره د مرکې پر مهال وویل، چې د دغه هدف د ترلاسه کولو په موخه پاکستان چمتو دی، چې له بهرنیو ځواکونو سره هر اړخیزه مرسته وکړي. غفور دغه راز په خپله خاوره کې د حقاني شبکې د مشرانو په اړه راپورونه هم رد کړل. خو هغه د طالبانو او حقاني شبکې د پاتې شونو د شتون په اړه احتمالات رد نه کړل او د ستونزې د حل په موخه یې د افغان کډوالو د بېرته ستنېدو د بهیر پر چټکتیا ټینګار کړی دی. دا په داسې حال کې ده، چې د جنوبي اسیا لپاره د امریکا نوې تګلارې تر اعلان وروسته د واشنګټن او اسلام تر منځ اړیکې د ترینګلتیا وروستي حد ته رسېدلې دي. د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر خرم دستګیر هم تېره اوونۍ وویل، چې د پاکستان پر وړاندې د واشنګټن د وروستي دریځ په غبرګون کې به اسلام اباد له یاد هېواد سره پر خپلو اړیکو له سره غور وکړي.
