د ویلسن په څېړنیز مرکز کې د چارو شنونکي او د افغانستان د مسایلو څارونکي مایکل کوګلمن په یوه مقاله کې لیکي، چې امریکایي ځواکونه به له افغانستان ووځي خو وروسته له دې چې خپلې موخې ترلاسه کړي. د کوګلمن په وینا امریکا په دې پوهېږي چې که دوی له افغانستان ووځي نو دغه هېواد به ترهګرو په ځاله بدل شي او نه یوازې دا چې سیمه به ناامنه کړي بلکې د امریکا ملي امنیت ته به خطر جوړ کړي. د کوګلمن په خبره په دې وروستیو کې په افغانستان کې د سولې لپاره هڅې پيل شوې دي او د طالبانو ستر شرط هم دا دی، چې د امریکایانو په ګډون بهرني عسکر له افغانستان ووځي. د نوموړي په خبره دا مسئله دومره سطحي نه ده او باید په هر اړخیزه توګه وڅېړل شي څو په افغانستان کې د سولې لپاره پیل شوې هڅې رنګ راوړي. نوموړي د افغانستان جګړه د امریکا تر ټولو اوږده بهرنۍ جګړه بللې ده چې په وینا یې امریکایان نور له دې جګړې ستړي شوي او باید پای ته ورسول شي.
