د افغانستان هندوانو او سکانو ولسي جرګې ته خپل نوی استازی معرفي کړ. وروسته له دې چې په افغانستان کې د سکانو او اهل هنود یو نوماند اوتار سنګ په ننګرهار کې په یوه ځانمرګي برید کې ووژل شو، نو دوی پرېکړه کړې چې خپل نوی نوماند معرفي کړي. د افغانستان اهل هنود پرېکړه کړې چې د اوتار سنګ مشر زوی نریندر سنګهـ ولسي جرګې ته نوماند کړي. دوی تمه لري چې نریندر سنګهـ ولسي جرګې ته بریالی شي او ددغه طبقې استازيتوب وکړي. اهل هنود په ولسي جرګه کې د قانون له مخې یوه څوکۍ لري.
