جمعه , دسمبر 4 2020
کور / خبرونه / افغانستان / د افغانستان په ختيځ کې د داعش ډلې لسګونه کسان مړه او ژوبل دي

د افغانستان په ختيځ کې د داعش ډلې لسګونه کسان مړه او ژوبل دي

په ختیځ ننګرهار ولایت کې ځایي حکومتي چارواي وایي، د افغان او امریکایي ځواکونو د عملیاتو په ترڅ کې د اسلامي دولj ډلې ۶۰ وسله وال وژل شوي. د ننګرهار ولایت مقام په یوه بیان کې ويلي، چې د هسکې مینې ولسوالۍ په ګورګورۍ، شينکۍ او انګوره سيمو کې تېره ورځ د ګډو کورنیو او بهرنیو ځواکونو له لورې هوایي او ځمکني عملیات ترسره شوي.
خبرپاڼه زیاتوي، چې د دې عملیاتو په ترڅ کې شپیته داعش وسله وال وژل شوي،اتلس نور ټپيان دي او د دوی درنې او سپکې وسلې،چې په کې هاوان او دهشکې هم شاملي دي،لمنځه تللي دي .
د ولایت مقام په وینا، تروریستانو په ځآنګړي ډول داعشيانو همېشه د ملکي وګړو د کورونو څخه د سنګر په توګه استفادې کړي،ځکه د تېرې ورځې د بریدونو په ترڅ کې د لسګونو داعشیانو د وژل کېدو ترڅنګ یو ملکي وګړی هم وژل شوی او د درې میرمنو او دوه ماشومانو په ګډون ۱۴ ملکیان ټپيان شوي دي.
د دولت ضد وسله والې ډلې تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

%d bloggers like this: