شنبه , سپتمبر 26 2020
کور / خبرونه / افغانستان / د افغانستان په ختیځ ولایت ننګرهارپه زړه کې امریکايي ځواکونه وژل شوي دي

د افغانستان په ختیځ ولایت ننګرهارپه زړه کې امریکايي ځواکونه وژل شوي دي

راپورونه وایي چې د جلال آباد هوایي ډګر ته نږدې نښته رامنځته شوې ده.
سرچینې وایي چې نښته د بهرنیانو او طالبانود یو تکتیکي ملګری  تر منځ شوې چې تلفات هم لري.
طالب ویاند ذبیح الله مجاهد په یوه خبر پاڼه کې د پیښې مسؤلیت منلی او ویلي یې دي چې د جلال آباد ښار اړوند یې د هوایي ډګر پر اکمالاتي بیس کې پر میشتو امریکایي عسکرو تکتیکي برید تر سره کړی دی.
خبرپاڼه زیاتوي چې په دې برید کې ۲ امریکایي عسکر ځای پرځای وژل شوي او یو ټپي دی.
طالبانو د خپل یوه ملګري د وژل کیدو پخلی هم کړی دی.

د ایساف ځواکونو د خپلې پالیسي ترمخه په دې تړاو له څه ویلو ډډه کړې
دا په دې ولایت کې د تیرې یوې اونۍ را په دې خوا دوهم مرګونی برید دی چې د طالبان له لوري پر امریکایي ځواکونو ترسره کيږي.
تر دې وړاندې د مامندو په دره کې د طالبانو دوو نفوذي عسکرو پر امریکایانو لوی مرګونی برید ترسره کړی و چې ۱۶ امریکایان پکې وژل شوي و.
طالبانو ویلي چې دافغان پوځ په لیکو کې ‏یې سلګونه نفوذي ‹‹مجاهدین›› په بې صبرۍ سره دهغې شېبې انتظار کوي چې پر امریکایي عسکرو دخپلوټوپکو ججوري کې تش کړي.
په دې وروستیو کې امریکایان د خپلو تلفاتو د شمیرو له اعلان څخه ځکه ډډه کوي تر څو د جګړو په لومړیو کرښو کې د جنګیدونکو ځواکونو په مرال یې اغیزه ونه کړي

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

%d bloggers like this: