پنجشنبه , اپریل 22 2021
تازه سر ټکي
کور / خبرونه / افغانستان / د افغانستان  په ختیځ کې د ننګرهار ولایت په مرکز جلال آباد ښار کې چاودنه وشوه

د افغانستان  په ختیځ کې د ننګرهار ولایت په مرکز جلال آباد ښار کې چاودنه وشوه

د ننګرهار ولایت نه د ترلاسه شوو معلوماتو له مخې چاودنه د اوومې ناحیې په مربوطاتو کې شوې ده .

د ننګرهار د ولایت مقام د پیښې پخلی کړی دی.

د ننګرهار ولایت د رسنیو د دفتر لخوا په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي دي چې دا پيښه د جلال آباد ښار په اوومه ناحیه کې رامنځته شوې ده .

چاودنه د سهار د لسو بجو په شاوخوا کې په یو کرولا ډوله موټر کې شوې ده . چاودنه د مقناطیسي بم د چاودنې په پایله کې رامنځته شوې ده .

په خبرپاڼه کې راغلي دي چې له نیکه مرغه پدې پیښه کې چاته ځاني زیان ندی اوښتی.

چاودنه هله رامنځته شوه چې چلوونکی له موټر ښکته شوی وو . په چاودنه کې یواځې موټر په کامله توګه ویجاړ شوی دی.

@shamshadtv

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *