دوشنبه , جنوري 18 2021
کور / خبرونه / افغانستان / د افغانستان په سوله کې بهرني طالب مشران خنډ دي

د افغانستان په سوله کې بهرني طالب مشران خنډ دي

برتانوۍ ډیلي مېل ورځپاڼې په افغانستان کې د سولې روانو هڅو ته د اشارې په لړ کې لیکي چې د امریکا د بهرنیو چارو مرستیال وزیره الیس ویلز چې په پام کې ده نن په اسلام اباد کې له پاکستاني چارواکو سره په دې اړه خبرې وکړي، ویلي د سولې خبرو په وړاندې هغه طالب مشران خنډ جوړوي چې له افغانستانه بهر میشت دي.

هغې ویلي پاکستان ته په کار دي چې پر طالبانو فشار زیات کړي چې د سیاسي جوړ جاړي لپاره خبرو ته غاړه کېږدي.

دې ویلي پاکستان په دې مهمه مسله کې لوی رول لري، خو تراوسه مو د اسلام اباد له اړخه کوم ثابت او پریکنده ګام نه دی لیدلی چې اوچت شوی وي.

نیویارک ټایمز ورځپاڼه

نیویارک ټایمز ورځپاڼې هم په دې تړاو یو مطلب خپور کړی او لیکي چې امریکايي چارواکي وايي، دا چې په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو د راتلونکې په اړه هم د خبرو وړاندیز شوی نو فکر نه کوي چې نور دې داسې کومه بهانه پاتې وي چې طالبان یې له مخې له افغان دولت سره د سولې له خبرو انکار وکړي.

نیویارک ټایمز ته د امریکا د بهرنیو چارو مرستیالې وزیرې ویلي، نور طالبانو ته دا منلو نه ده چې د سولې د خبرو وړاندیز دې رد کړي.

مېرمن ویلس ویلي یوازې عام خلک نه، بلکې د طالبانو قومندانان او د دې ډلې وسله وال هم د سولې پلويان دي.

نیو انډین ایکسپریس ورځپاڼه

نیو انډین ایکسپریس ورځپاڼې لیکلي، هند د خپلو ستراتیژیکو وسلو په ډله کې له لویو وچو د تېرېدونکي لومړني توغندي چې اټومي سروکی هم لیږدولی شي، شاملولو ته تیاری نیسي.

دا راکټ اګنې۵ , Agni-V په نوم یادیږي او وبه کولی شي چې د هند د سیال چین ډیرې برخې په نښه کړي.

په دې سره به د نیو انډین ایکسپریس ورځپاڼې په وینا د هند پوځي ځواک د پام وړ غښتلی شي. دا بالستیک توغندي پنځه زره کیلومټره واټن .

ورځپاڼه لیکي پوځي کارپوهان وايي انګې وي توغندی د چین لوی ښارونه بیجنګ، شانګهای، ګوانزو او هانکانګ په نښه کولی شي.

انګې ۵ توغندی تېره میاشت په بریالیتوب سره وازمایل شو او په راتلونکو اونیو کې د همدې توغندي اړوند یو لړ نور ازمایښتونه هم ترسره کیږي.

جاپان ټایمز ورځپاڼه

جاپان ټایمز لیکي، جاپان به دا اونۍ له امریکا د خپل هوايي دفاع د څو میلیاردي ډالرو سیستم لپاره له امریکا یو ډول پرمختللی رادار وپیري، هغه څه چې د ورځپاڼې په وینا د جاپان او امریکا ترمنځ به په سوداګریزه راکړه ورکړه کې د شته اختلاف هوارېدو ته لاره هواره کړي.

یوه جاپاني چارواکي ویلي ددې رادار پېرېدل د امریکا د ولسمشر لپاره یوه ښه ډالۍ ده.

المصري الیوم ورځپاڼه

المصري الیوم ورځپاڼې لیکلي چې د مصر په ساحلي ښار اسکندریه کې په تصادفي توګه د فرعونیانو د زمانې اړوند د بطلمي تاریخي دورې له ګرانیټ ډبرې جوړ تابوت موندل شوی.

دا تابوت د ورځپاڼې د راپور له مخې د یوې ودانۍ د جوړولو د پیل په کارونو کې په ځمکه کې پنځه متره ژور موندل شوی دی.

د تابوت وزن شاخوا درې ټنه ښودل شوی او دا په اسکندریه کې تر اوسه تر ټولو لوی موندل شوی تابوت شوی.

دا تابوت چې لا نه دی را ویستل یو متر او پنځه شپیته سانتي پلنوالي او دوه متره او ۶۵ متره اوږدوالی لري.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

%d bloggers like this: