دوشنبه , مارچ 1 2021
کور / خبرونه / افغانستان / د افغانستان په ۱۹ولایتونو کې تیره میاشت ۲۶۱ ملکي وګړي وژل شوي دي

د افغانستان په ۱۹ولایتونو کې تیره میاشت ۲۶۱ ملکي وګړي وژل شوي دي

د ملکي وګړو د خوندیتوب او عدالت غوښتنې ډلې نن د تیرې اګست په میاشت کې د ملکي تلفاتو په اړه په یو راپور کې ویلي، چې په دغه میاشت کې په ۱۹ ولایتونو کې ۲۶۱ ملکي افغانان وژل شوي او ۵۲۴ نور ټپیان شوي دي. د ملکي وګړو د خوندیتوب او عدالت غوښتنې ډلې ویلي، چې د جولای د میاشتې په پرتله د اګست په میاشت کې په زیات شمیر ملکي افغانان مړه او ژوبل شوي دي. د جولای په میاشت کې د افغانستان په ۲۲ ولایتونو کې ۲۳۲ ملکي وګړي وژل شوي او ۳۱۳ تنه نور ټپیان شوي وو. د ملکي وګړو د خوندیتوب او عدالت غوښتنې ډلې، د راپور له مخې د تیر اګست په میاشت کې د نورو ولایتونو په پرتله د غزني په ولایت کې ملکي وګړو ته زیاته مرګ ژوبله اوښتې ده. د دغه راپور له مخې د اګست پر لسمه په غزني ښار باندې د طالبانو د پراخه بریدونو وروسته په دغه ښار کې د څلورو ورځو جګړو له امله ۸۲ ملکي وګړي وژل شوي او ۲۱۲ نور ژوبل شوي دي. د ملکي وګړو د خوندیتوب او عدالت غوښتنې ډلې د راپور له مخې تیره میاشت کې ملکي وګړو ته د رسیدلې مرګ ژوبلې ډیر مسولیت د وسله والو طالبانو پر غاړه دی. طالبانو تر اوسه په دې اړه تبصره نه ده کړې.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *