شنبه , مارچ 6 2021
کور / خبرونه / افغانستان / د افغانستان په ۳۳ ولایتونو کې د ولسي جرګې ټاکنیزي سیالۍ پیل شوې

د افغانستان په ۳۳ ولایتونو کې د ولسي جرګې ټاکنیزي سیالۍ پیل شوې

د افغانستان د ټاکنو د خپلواک کمیسیون د ولسي جرګې د راروانو ټاکنو د مهال ویش له مخې په ۳۳ ولایتونو کې د ولسي جرګې د نوماندانو ترمنځ ټاکنیزې سیالۍ نن د جمعې په ورځ ( تلې ۶ مه ) په رسمي ډول پیل شوې.

د ټاکنو د خپلواک کمیسیون وايي، دا ټاکنیزې سیالۍ به د تلې په ۲۵ ورځ د ټاکنو د ورځې دوه ورځې وړاندې پای ته ورسیږي.

د ټاکنو د خپلواک کمیسیون یو مرستیال معاذالله دولتي امریکا غږ اشنا راديو ته د جمعې په ورځ وویل، چې د ټاکنو کمیسیون او د ټاکنیزو شکایتونو کمیسیون دواړه په ټول افغانستان کې د نوماندانو ټاکنیزې سیالۍ له نږدې څارې.

ښاغلي دولتي وویل ” که چیرې د ولسي جرګې نوماندان د ټاکنیزو سیالیو پر مهال قانوني سرغړونې وکړي د ټاکنو د کمیسیون د رسنیو د څانګې او د ټاکنیزو شکایتونو د کمیسیون له خوا به د قانوني چلند سره مخ شي “.

په افغانستان کې ولسي جرګې او ولسوالو د شوراګانو د ټاکنو لپاره د تلې ۲۸ مه ورځ په پام کې نیول شوې ده.

خو امنیتي ستونزو او د ولسوالیو شوراګانو ته په کم شمیر د نوماندانو دریدل د ټاکنو خپلواک کمیسون یوازې د ولسي جرګې د ټاکنو ترسره کولو او د ولسوالیو د شوراګانو د ټاکنو ځنډیدلو پریکړې ته اړ کړ.

همداشان په غزني کې پر ټاکنیزو حوزو د دغه ولایت د ویشلو پر پلوۍ او مخالفت د اعتراضونو له امله د ټاکنو خپلواک کمیسیون په دغه ولایت کې ټاکنې ځنډولي دي.

تراوسه د ټاکنو خپلواک کمیسیون د ولسوالیو د شوراګانو او د غزني په ولایت کې د ولسي جرګې د ټاکنو لپاره نوې نيټه نه ده ټاکلې.

خو جمهور رئیس محمد اشرف غني د پنجشنبې په ورځ غزني ولایت ته د خپل سفر پرمهال د دغه ولایت د قومي مشرانو او مخورو یوې غونډې ته په وینا کې د غزني ولایت له اوسیدونکو غوښتل، چې په غزني کې دې د ولسي جرګې د ټاکنو لپاره پخپله یوه ڼیټه وټاکي او حکومت به هغې نیټې ټاکنې ترسره کړي.

د ولسی جرګې اکثره نوماندان امنیتي ستونزې د خپلو ټاکنیزو سیالیو پر وړاندې د یو لوی ګواښ په توګه یادوي او وايي، چې د امنیتي اندیښنو له امله له ښارونو بهر ټاکنیزې غونډې نشي جوړولی.

امنیتي اندیښنو ته په پاملرنې د ټاکنو خپلواک کمیسیون د ټولو نوماندانو غوښتې، چې په کابل او ولایتونو کې د ټاکنیزو سیالیو په لړ کې د غونډو د جوړولو وړاندې د دغه کمیسیون دفترونو ته خبر ورکړي، ترڅو امنیتي منسوبین ورسره د غونډو د امنیت د ټینګیدو په برخه کې مرسته وکړي.

د ولسي جرګې په راروانو ټاکنو کې له ۲۵۰۰ څخه زیات نوماندان، چې شاوخوا ۴۰۰ یې ښځینه نوماندانې دي ولاړ دي.

د افغانستان ولسي جرګه ۲۴۹ څوکۍ لري.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *