پنجشنبه , اکتوبر 1 2020
کور / خبرونه / افغانستان / د افغانستان کرکټ ۱۹کلنه لوبډله نیمه پای لوبې ته ووتله

د افغانستان کرکټ ۱۹کلنه لوبډله نیمه پای لوبې ته ووتله

د آى سي سي نولس کلنو نړيوال جام کې د افغانستان نولس کلنو ځوانانو په کوارټر فاينل کې د نيوزيلينډ نولس کلنو ځوانانو ته تاريخي ماته ورکړه او افغانستان ستره بريا ترلاسه کړه. افغانستان نولس کلنو ٣٠٩ منډې کړې وې او د نيوزيلينډ نولس کلن يې په ٢٠٢ منډو مات کړل.

د لوبې پچه افغانستان وګټله او د توپوهنې پرېکړه يې وکړه. د افغانستان نولس کلنو له خوا رحمان الله ګربز، ابراهيم ځدراڼ، بهير شاه او عزمت الله عمرزي ډېره خوندوره توپوهنه وکړه، څلورو واړو پنځوسيزې ووهلې او د افغانستان منډې يې ٣٠٩ ته ورسولې. رحمان الله ګربز ٦٩، ابراهيم ځدراڼ ٦٨، بهير شاه ٦٧ او عزمت الله عمرزي ٦٦ منډې وکړې.

افغانستان نولس کلنو په ټاکلو پنځوس اورونو کې د ٦ ويکټو په تاوان ٣٠٩ منډې وکړې او د نيوزيلينډ نولس کلنو ځوانانو ته يې د ٣١٠ منډو هدف وټاکه.

د ياد هدف ترلاسه کولو لپاره د نيوزيلينډ نولس کلن ځوانان توپوهنې ته راووتل، خو مجيب ځدراڼ يې په سوځولو پيل وکړ او دوهمه ويکټه بيا رحمان الله ګربز ترلاسه کړه، همداسې د نيوزيلينډ د ځوانانو ويکټې پرله پسې سوځېدې، چې تر ټولو زياتې منډې کلارک ٣٨ وکړې. د نيوزيلينډ ټول لوبغاړي په ٢٩م اوور کې وسوځېدل او ١٠٧ منډې يې وکړې، چې افغانستان ترې د ٢٠٢ لوبو په توپير لوبه وګټله.

د افغانستان نولس کلنو له لوري مجيب ځدراڼ او قيس احمد خوندوره توپ اچوونه وکړه او د نيوزيلينډ اته لوبغاړي يې وسوځول. دواړو څلور څلور ويکټې ترلاسه کړه او افغانستان نولس کلن يې سترې بريا ته ورسول.

د لوبې غوره لوبغاړى عزمت الله عمرزى وټاکل شو، چې خوندوره توپونه يې کړې وه.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

%d bloggers like this: