پنجشنبه , فبروري 25 2021
کور / اقتصاد / د افغانیو ارزښت د ډالرو مقابل کې ولېدلی

د افغانیو ارزښت د ډالرو مقابل کې ولېدلی

په افغانستان کې په تېره یوه اونۍ کې د افغانۍ پر وړاندې د ډالر بیه پام وړ لوړه شوې ده، اوس په افغان بازارونو کې یو ډالر په ۷۳،۳۰ افغانیو پلور کېږي، په داسې حال کې چې تېر کال د یوه ډالره قیمت ۷۰ افغانۍ و.

دا لومړی ځل دی چې افغانۍ د ډالره په وړاندې په بې سیاري ډول خپل ارزښت له لاسه ورکوي.

د کابل شهزاده سرای یو صراف حاجي داد ګل حضرت زی یې لاملونه داسې یادوي:

“دوه لوی کورني او بهرني عوامل لري: کورني لاملونه یې وروستۍ سیاسي لانجې دي چې پر خلکو یې ناوړه اغېز کړی او حکومت یې پروړاندې کوم جدي اقدام نه دی کړی.”

دی وايي، د افغانستان بانک هم د ډ‌الر د بیې لوړېدو په مخنیوي کې پاموړ ګام نه دی اخیستی او خلک ورو – ورو پر افغانۍ بې باوره کېږي او غواړي افغانۍ پر ډالرو بدلې کړي.

نوموړی وايي، بهرني عوامل یې دا کېدای شي چې د ایران تومان او د پاکستان کلدارې هم د ډالر مقابل کې تر سخت “فشار” لاندې چې په تېره یوه اونۍ کې دواړه د ډالر‍ په مقابل کې رالوېدلي دي.

ښاغلی حضرت زوی وايي، کلدارو او تومان ځکه بهرنی لامل ګڼل کېږي چې د افغانستان په ځینو سیمو کې په کلدارو او تومان معاملې کېږي.

هغه وايي، په دې سره بازار کې د خوراکي توکو بیې لوړې شوې دي،‌ ځکه افغانستان یو مصرفي هېواد دی او ډېره تکیه یې پر وارداتو ده.

د افغانستان بانک
حاجي داد ګل حضرت زی وايي، که د افغانستان بانک هېواد کې په کلدارو او تومان راکړه ورکړه ودروي، د افغانۍ ارزښت ثابت پاتېدای شي.

د روان کال جنورۍ میاشت کې هم د کابل په بازارونو کې د ډالر پر وړاندې د افغانیو بیه شاوخوا اویا افغانۍ وه چې دا د ډالر پر وړاندې د افغانۍ پام وړ ټيټوالی ښودل شوی و.

د افغانستان د کورنیو ستونزو ترڅنګ یو شمېر شنونکي په دې اند دي، چې په نړیوالو بازارونو کې د ډالرو د بیې لوړېدل او د نړیوالې مرستې کمښت هم د دې لامل شوی چې د ډالرو پر وړاندې د افغانۍ ارزښت کم شي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *