یکشنبه , نوومبر 29 2020
کور / خبرونه / افغانستان / د افغان حکومت یو لوړپوړی پلاوی پاکستان ته تللی دی

د افغان حکومت یو لوړپوړی پلاوی پاکستان ته تللی دی

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت وايي، چې د کابل او اسلام‌آباد تر منځ د خبرو په دوام د جمعې په ورځ د افغان حکومت یو لوړپوړی پلاوی پاکستان ته تللی دی.

د دغه وزارت مرستیال ویاند صبغت‌الله احمدي امریکا غږ آشنا ته وویل، د افغان پلاوي په ترکیب کې لوړ پوړي امنیتي او ملکي استازي شامل دي، چې مشري یې د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال حکمت خلیل کرزی کوي.

د ښاغلي احمدي پر وینا، افغان او پاکستاني چارواکي به د جمعې او شنبې په ورځ د دواړو هیوادونو تر منځ د مهمو مسلو لکه، تروریزم سره مبارزه، د تاوتریخوالي د کچې راکمول، د سولې په خبرو کې د پاکستان همکاري، د افغان حکومت له خوا د سپارل شویو اسنادو څیړل، په تدریجي ډول د مهاجرینو ستنول او د اقتصادي همکاریو پر سر خبرې وکړي.

هغه وویل، چې د کابل – اسلام‌آباد ترمنځ مذاکرات به دا ځل مثبتې او وروستۍ پایلې ولري “زموږ د هیلمندتیا نښې خورا زیاتې دي، د کابل په غونډه کې زیات پرمختګونه وو او موږ هیله لرو چې دا پرمختګونه دوام وکړي، له شک پرته دلته د امریکا فشارونو خپل نتایج درلودل”.

ښاغلي احمدي وویل، دواړه خواوې به په کابل کې د وروستیو تروریستي بریدونو په اړه، د پاکستان له خوا د ګډو څیړنو د وړاندیز پر سر هم خبرې وکړي او زیاته یې کړه چې افغان حکومت د دغو خبرو پایلو ته ‘ډیر هیلمند’ دی.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

%d bloggers like this: