د سولې عالي شورا مرستیال حاجي دین محمد ویلي، طالبانو تر اوسه په واضح او ښکاره توګه د افغان حکومت د سولې وړاندیز ته ځواب نه دی ویلی. دده په خبره هر څه د طالبانو په اختیار کې دي او دوی هم د طالبانو د ځواب په تمه دي. نوموړي ویلي د طالبانو ملا رسول ډلې د سولې د خبرو هرکلی کړی دی، خو د ملا هبت الله ډلې تر اوسه په رسمي توګه په دې اړه څه نه دي ویلي. حاجي دین محمد وايي طالبانو ته په کار ده، چې اختلافي موارد د سولې مېز ته راوړي او د خبرو له لارې به یې د له منځه وړلو هڅه وشي. هغه زیاته کړې چې هېڅ شی د جګړو پر مټ تغیر نه کوي او د جګړو د پای ته رسولو یوازینۍ لار د سولې خبرې دي. افغان حکومت طالبانو ته د سولې وړاندیز کړی دی او د طالبانو د ځواب لپاره یې د وخت محدودیت هم نه دی وضع کړی. حکومت ددې تر څنګ ټینګار کړی، چې د طالبانو تر ځواب پورې به ددوی وسله وال په نښه کېږي او پر ضد به یې عملیات هم روان وي.
